د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو آیین حثیت په اړه د قرارداد مسوده وړاندې شوه


ساجد حسېن طوري
ساجد حسېن طوري

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازو د چارشنبې په ورځ د یو قرارداد له لارې غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دي په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

اسلام اباد: د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازو د چارشنبې په ورځ د یو قرارداد له لارې غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دي په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

د دې سیاسي مشرانو په وینا ، د دې وړاندې شوي قرارداد بل هدف دا هم وو چې له قبایلي سیمو ټاکل شوو د پارلمان غړو ته دي د خپلو سیمو لپاره په قانون جوړونه کې برخه ورکړل شي.

په پارلمان کې د خيبر ايجنسۍ یو استازي شاه جی ګل اپريدي مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي سیموټول ټاکل شوي استازي پر دې سره سلا دي چې د قبايلي سيمو په آئيني حثيت کې دي بدلون راوستل شي.

شاه جی ګل اپريدي وویل ، له قبایلي سیمو د پارليمان غړي به هڅه کوي چې د راتلونکې مياشتې له ۲۶مې نيټې کيدونکې د قامی اسمبلي غونډه کې د قرارداد دا مسوده د بحث لپاره وړاندې کړي.

د قبایلي سیمو په آییني حثیت کې د بدلون لپاره د قرارداد دا مسوده په پارلمان کې د کرمي ايجنسۍ غړي ساجد حسين توري وړاندې کړې وه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG