د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين په شخړه کې تر اوسه ۷۹۶۲ کسان وژل شوي دي


ملګري ملتونه وايي ، د اوکراین په شخړه کې تر اوسه ۷۹۶۲ کسان وژل شوي او ۱۷۸۱۱ کسان ټپي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د سېشنبې په ورځ وویل، دا سرسري شمېرې دي او اصلي شمیرې ښايي تر دې ډیر لوړې وي.

د اوکراین حکومتي ځواکونه د ۲۰۱۴م کال له اپرېل مياشتې راهيسې د دې هیواد په ختیځ کې د روس پلوه بېلتون پالو په وړاندې جګړه کوي.

د اوکراین د دفاع وزیر سټیپان پولتوراک د سېشنبې په ورځ وویل، د اوکراین پر ځواکونو په ورځ کې دوه یا څلور ځله برید کيږي او دا لړۍ د تېر یويا یو نیم کال په پرتله تر ټولو ټیټه ده.

د کريملین (روس) ویاند دیمتري پیسکوف هم په جګړه کې د کمي پخلی کړی خو اوکراین یې تورن کړی چې بیا یې هم په فبروري مياشت کې د شوي اوربند عملي کولو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG