د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: د شام پر سر له امريکا او سعودي سره خبرو ته تيار يو


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، هیواد یې تیار دی چې د شام د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو له امریکا او سعودي عربستان سره وږغېږي.

ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په تهران کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل ، که یې چېري نتیجه د شام لپاره یو خوندي، ارام او جمهوري راتلونکی وي نو ایران له سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالو سره خبرو اترو ته کښېني.

خو د ولسمشر حسن روحاني په وینا، ایران به تر هغه وخته د ولسمشر بشارالاسد پر راتلونکي بحث ونه کړي تر څو چې په شام کې امن نه وي پر ځای شوی.

ده وویل ، زموږ لومړی هدف دا دی چې د وینې بهېده ودروو، امنیت ټینګ کړو او خلکو ته زمینه برابره کړو چې خپلو کورونو ته ستانه شي او له هغه وروسته به د راتلونکي په اړه خبرې کوو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG