د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان د دفاع وزارت تښتیدلي مرستیال ۱۴ نور غړي نیول شوي


تاجک چارواکو د دې هېواد د دفاع وزارت د تښتیدلي مرستیال، عبدالحلیم نظرزاده د ۱۴ نورو غړو د نیولو خبر ورکړ.

نظرزاده د جمعې پر ورځ د تاجکستان په پلازمینه، دوشنبې ښار کې تر څو خونړیو حملو وروسته، له دندې لرې شو او له هغه راهیسې، په تیښته کې دی.

د تاجکستان د کورنیوچارو وزارت او د ملي امنیت شورا دولتي کمیټې د دوشنبې پر ورځ په ګډه خبرپاڼه کې پر نظرزاده او د هغه پر پلویانو ږغ وکړ چې وسلې وسپاري او ځانونه تسلیم کړي.

د تاجکستان حکومت په دوشنبې ښار کې د حملو پړه پر عبدالحلیم نظر زاده او د هغه پر پلویانو ور اچولې چې د ۹ پولیسو په ګډون لږترلږه ۲۶ کسان په کې ووژل شول.

په دې حملوکې ۱۷ مشکوک وسله وال هم وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG