د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان د نړۍ په مهم اقتصادي مرکز بدلوو"


کابل کې د ریکا غونډه. ۴م سیپټېمبر ۲۰۱۵م کال
کابل کې د ریکا غونډه. ۴م سیپټېمبر ۲۰۱۵م کال

محمد اشرف غني د خپلې وینا په پای کې وویل چې د ترهه ګرو شبکو او تاوتریخوالي پیغام، د مایوسۍ پیغام دی او د هغوی ټول پام د بې ګناه خلکو پر وژلو او د فرهنګي مېراثونو پر ورانولو او له منځه وړلو راڅرخي.

د افغانستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې له زرګونو کلونو راهیسې د اسیا ورېښمینې لارې یو مهم مرکز اوسېدلی دی او هم هلته به د یوه بشپړ ټرانسپورټي جال په مټ د نړۍ سترې اقتصادې چارې ترسره کېدلې.

ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې، نن له غرمې مخکې "د افغانستان له تګلوري د ورېښمو لاره " تر عنوان لاندې د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو ( ریکا) په شپږمه نړیواله غونډه کې چې پرون د زیارت ورځ په کابل کې پیل شوې وه، وینا وکړه.

ښاغلي غني هیله وښوده چې هېواد به ډېر ژر سوله وویني او هلته به یې بیا د پخوا په څېر په یو مهم اقتصادي مرکز واوړي او د ګڼو هېوادونو ولسونه به خپلو کې سره پیوند کړي.

نوموړي زیاته کړي چې د ریکا هېوادونه باید د ستونزو او فرصتونو انډول درک کړي او خپلې ګډې ګټې ولټوي. ده وویل، «موږ باید د حکومتدارۍ، پالیسۍ، علم او پوهنې او دغه ډول د بنسټیزه جوړښتنونو په برخه کې شته خنډونه نه یوازې په ګوته کړو بلکې د لیرې کولو لپاره یې په عملي اقداماتو لاسپورې کړو»

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، که چیرې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، نو هېواد یې د سیلانیانو لپاره ډېر ښه ځای دی.

ده دې ته په پاملرنې سره چې په تېر کې افغانستان ته خپل موقعیت ستونزې پیدا کړې وې، هیله وښوده چې دغه مهم موقعیت کولای شي په راتلونکو کلونو کې د سترو ګټو څښتنشي.

ښاغلي غني همدا رازکرهڼه او مالداري، د اوبو سرچینې او معدني نایابه بډای سرچینې یادې کړې، او ویې ویل چې «زموږ هېواد به د میسو تولیدکوونکو له سترو هېوادونو او د طلا مارکیټ په اداره کوونکو واړوي»

ولسمشر محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې افغانستان نه غواړي په انزوا کې و اوسي، وویل چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ لپاره ژمنه او سیاسي اراده لري.

ښاغلي غني په افغانستان کې د سیمه ایزو پانګونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې خصوصي او دولتي سکټور باید په ګډه کار وکړي.

نوموړي وویل، « موږ دوه انتخابه لرو، لومړی دا چې افغانستان او سیمه د سوداګریزو توکو، مفکورو او د معاملاتو اتصال په یوه مهمه نقطه بدل شي او دوهم انتخاب چې د ترهه ګرو موخه ده، دغه مهم مرکز له غوړېدو او پرمختګه راوګرځوي»

محمد اشرف غني د خپلې وینا په پای کې وویل چې د ترهه ګرو شبکو او تاوتریخوالي پیغام، د مایوسۍ پیغام دی او د هغوی ټول پام د بې ګناه خلکو پر وژلو او د فرهنګي مېراثونو پر ورانولو او له منځه وړلو راڅرخي.

نوموړي زیاته کړه چې «موږ باید په زړورتیا سره د مطلق اکثریت اسلامي هېوادونو په استازیتوب خبرې وکړو چې مسلمان ملتونه د وحشت او تاوتریخوالي پیغامونه په کلکه ردوي.

په کابل کې د ریکا په دغه غونډه کې د نړۍ له ۳۰ څخه د زیاتو هېوادونو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو چارواکو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG