د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له افغانستان تر هنګري مې پنځه ورځې لوږه وړې'


'له افغانستان تر هنګري مې پنځه ورځې لوږه وړې'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ملګري ملتونه وايې، په اروپا کې د پناه اخستو لپاره له اسلامي هېوادونو شاوخوا يو لاک يو څلوېښت زره کسان په ناقانونو لاروهنګري ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان يو اين ايچ سي آر وايې، له دې پرته هره ورځ دوه زره نور کسان هنګري ته په دوامداره توګه ننوځي. په دغو کې ۳۸۰۰۰ افغانان، ۴۵۰۰۰ شامي وګړي دي او د پاکستانيانو شمير ۱۳۲۰۰ دی چې زياتره د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي. يو اوولس کلن افغان ځوان حبيب الله داوخت د هنګري په بوداپشټ ښار کې د اورګاډي په تمځي کې جرمني ته تلو هڅه کوي. له ده سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده او په سر کې يې له افغانستان اروپا ته د ده په ناقانونه توګه د راتګ علت پوښتلی دی؟

XS
SM
MD
LG