د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست او غزني ولایتونو کې ۲۵ وسلوال وژل شوي


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې تېره ورخ ناوخته د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو د وسلوالو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څوارلس وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

چارواکي همدارنګه زیاتوي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې ملي اردو سرتیرو د غزني ولایت د ګیرو او قره باغ په ولسوالیو کې هم د وسلوالو مخالفینو په پټن ځایونو د درنو وسلو ډزې کړي، چې په نتیجه کې یوولس وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو وسلوالو کې دوه پاکستاني وګړي هم شامل دي.

بل لوري ته د ملي اردو چارواکي د میدان وردکو ولایت د دای میرداد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ناپیژاندو وسلوالو له خوا د ملا کریم په نوم د وسلوالو د یو سیمه ییز قوماندان د وژل کیدو خبره هم کوي.

نن پنجشنبه سهار مهال د پکتیا د تندر ځواکونو رسنیز دفتر مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ ناوخته نړیوالو ځواکونو د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د اسپنګي تیږې په سیمه کې د وسلوالو پر پټن ځوایونه هوايي بریدونه کړي، چې څوارلس وسلوال په کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تندر ځواکونو د دریمې لواء منسوبینو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د خوراکي او د قره باغ ولسوالۍ د چغراخ په سیمه کې د وسلوالو پر هدفونو د درنو وسلو ډزې کړي، چې په کې یوولس وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو کې دوه پاکستاني وګړي هم شامل دي.

په دې بریدونو کې د وسلوالو اته عرادې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د میدان وردکو ولایت د دای میرداد ولسوالۍ د سیاه ریګو په سیمه کې د ملا کریم په نوم د وسلوالو یو سیمه ییز قوماندان هم د ناملومو وسلوالو له خوا وژل شوی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د ملي اردو د ځواکونو د دې ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG