افغان چارواکي وايي چې د هلمند موسی کلا ولسوالي یې تیره شپه بیرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسول محمد رسول ځاځي نن مشال راډیو ته وویل چې یاده ولسوالي یې د هلمند او کندهار د ګډو امنیتي سرتیرو په همکاري له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.
ښاغلي ځاځي زیاته کړه چې د موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو پرمهال شاوخوا ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ټپیان شوي دي.
د تیري چهارشنبې په شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې مېشت افغان سرتیري ددې ولسوالۍ له ځینو سیمو ووتل چې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ولویده.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغان ځواکونو له خوا د موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو په اړه څه نه دي ویلي.