د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له امریکا سره به د پاکستان اړیکې لا غښتلې شي "


وزیراعظم نوازشریف
وزیراعظم نوازشریف

د امريکا د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس نن په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم ميانوازشريف سره ملاقات کړی دی.

د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ملاقات کې په دوه اړخيزه تعلقاتو، له هند سره د پولې په شخړه او په افغانستان کې د روغې جوړې بهير او په دي لړ کې د پاکستان په کردار خبرې وشوې.

د ملاقات پر مهال نوازشریف ویلي چې امریکا یې د دفاع ، اقتصاد او د ترهګرۍ پرضد د جنګ ملګری دی او په راتلونکي کې به دوه اړخیزو تعلقاتو ته نوره وده هم ورکول کیږي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس
د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس

میرمن سوزان رايس د ترهګري پرضد په جنګ کې د پاکستان ستاینه وکړه . نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان او امریکې ترمنځ اړیکې مثبت لوري ته روانې دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکاره په داسې وخت کې د پاکستان په سفر ده، چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد، کابل او دهلي ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي دي. په دي وروستيو کې د پاکستان او هند په پوله نښتي زياتي شوي، چې په کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اښوتي ده.

د سوزان رایس اسلام اباد ته د سفر په اړه د ستراتیژیکو زدکړو د انسټي ټیوټ مشر نجم رفیق وايي، دا وخت د هند او پاکستان ترمنځ حالات د جنګ لوري ته روان دي، نو دا مسئله ډیره مهمه ده چې سوزان رایس پرې د پاکستاني چارواکو سره خبرې کولی شي. د نوموړي په اند امریکا به له پاکستانه دا غوښتنه هم کوي چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG