د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکمنستان د افغانستان د سولې پروسه کې کومک کوي


د ترکمنستان ولسمشر
د ترکمنستان ولسمشر

د ترکمنستان ولسمشر وایې هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره له دغه هیواد سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د

ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نن په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل

، چې هیواد یې په افغانستان کې د ثبات په ټينګښت کې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو پر رول ټینګار کوي.

په همدې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان په سیمه کې د افغانستان یو ښه ملګری و باله.

« موږ ترکمنستان یو هر اړخیزه ملګری، یو نیک ګاونډي او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې یو ښه شریک او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یو ښه هکار ګڼو.»

د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو دغه راز په پنځو برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

قربان قلي بردی محمدوف له تیرو نږدې لسو کلونو راهیسې د ترکمنستان ولسمشر دی او دا یې افغانستان ته لومړنی رسمي سفر دی.

XS
SM
MD
LG