د جنوبي وزيرستان په واڼه کې استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د چارشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځيانو پر يوه ګاډي شوې د سړک غاړې بمي چاودنې دوه سرتیري وژلي او یو یې ژوبل کړی.
بلخوا د محسود طالبانو ویاند ادعا کوي چې په ګاډي کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي او د دغه بريد پړه یې هم پرغاړه اخستې ده.