د جنوبي وزیرستان په تحصیل لده کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته په وسله وال بريد کې درې سر تیري وژل شوي دي.
د استخباراتي ادارې يو چارواکي مشال راډيو ته د بريد پخلی کړی او ويلي يې دي چې پېښه نن (سېشنبه) سهار را منځ ته شوه.
د وژل شوو سرتيرو نومونه جعفر حسین، محمد علي او ارسلان ياد شوي دي. د بريد پړه پاکستان تحريک طالبان سجنا ډلې په غاړه اخيستې ده.