د پېښور شرقي تاڼه کې د راپور ثبتولو نوی مرکز پرانیستل شو
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ( انسپکټرجنرل ) ناصرخان دراني وايي د پولیسو د ښې کارکردګۍ له وجې په یاده صوبه کې امنیت ښه شوی او د بدامنۍ په پېښو کې کمی راغلی دی.نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ پېښور کې په شرقي تاڼه کې د راپور ورکولو د یوې نوې خونې د پرانیستلو پرمهال وکړې، غلام غوث راپور راکوي.