د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالرشید دوستم له یو بریده وژندی ووت


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د وسله والو يو له بريده روغ وتلی دی.

وسله والو د جمعې پر ورځ په فاریاب ولایت کې د نوموړي د موټرو پر کاروان برید وکړ.

د افغانستان په شمال کې د ملي اوردو يوه چارواکی غلام حیدر حیدري د جمعې پر ورځ رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په جوابي برید کې اته وسله وال وژلي او یولس یې نیولي دي.

د غلام حیدر حیدري په وینا په برید کوونکو کې بهرنیان هم وو:

ده وویل « دا دغو مخالفانو او طالبانو په منځ کې بهرني هم پېژندل شوي، فکر کوم چې دوه یې د ازبکستان دي او یو یې هم پاکستانی دی»

د عبدالرشید دوستم پر پوځي کاروان د جمعې پر ورځ هغه مهال ډزې وشوې چې دی له غورماچ څخه قیصار ولسوالۍ ته ستنېدی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG