پېښور: د باجوړ ایجنسۍ يو ځايي مشر ملک دوا خان نن پهبمي بريد کې وژل شوی دی.
د باجوړ ایجنسۍ د پوليټکل انتظامې چارواکو مشال راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې د ملک دوا خان په ګډون لږ تر لږه دوه کسه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.
په سیمه کې د مشال راډيو خبريال وايي چې د ارنګ تاسيل د اتمان خېلو قبيلې مشر ملک دوا خان نن سهار ووژل شو.
دی وايي ، نوموړی د خپلې کورنۍ ماشومان سکول ته تر رسولو وروستو ستنېدی چې په غازي بابا کلي کې پرې د ريموټ کنټرول بم بريد وشو. د پيښې پړه لا هم چا نده منلې.
بل پلو د خیبر پښتونخوا د چارسدې د پولیسو چارواکي وايي ، د شنبې په سهار وختي د شوقدر تاسیل په بټه ګرام سیمه کې شوکمارو دوه وروڼړه وژلي دي.
چارواکي زیاتوي چې دا دواړه وروڼه د پولیسو عسکر وو خو د وژل کېدو پر مهال پر کار نه وو.