د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ لسګونو کارپوهانو د ایران د اټومي موافقې ملاتړ وکړ


په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي ۷۰ تنو کارپوهانو د ایران د اټومي موافقې ملاتړ وکړ.

د اټومي وسلو د څارنې ټولنې د سېشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه شوې موافقه، په اغیزمن ډول د څارنې وړده.

د دې موافقې پراساس به ایران د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د نرمیدو په بدل کې، خپلې اټومي هڅې محدودې کړي.

په خبرپاڼه کې چې یو شمېر مخکنیو امریکايي چارواکو او د ملګروملتونو پخوانیو ډیپلوماتانو لاسلیک کړې، ویل شوي چې په موافقه کې د اټومي وسلو د مخنیوي او د امنیت د ښه کیدو لپاره ضروري اقدامات شامل شوي دي.

د امریکا کانګرس به راتلونکې میاشت د دې موافقې په اړه رایې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG