بنو: د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د چارشنبې د سېشنبې په ورځ یې په شمالي وزیرستان کې د هوايي بریدونو پر مهال اتلس وسله وال وژلي دي.
د پوځ چارواکي وايي چې دا بریدونه په شوال سیمه کې ترسره شوي دي.
پاکستاني پوځ تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ هم د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو برخو کې په هوايي بریدونو کې د پنځوس وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
دا راز پوځي چارواکو وېلي په یاده سیمه کې د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه هم هوايي بریدونه ترسره شوي چې پکې خوا اوشا ۴۰ وسله وال وژل شوي.
خو نه ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی او نه هم وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي دي.
خو د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ په هوايي بمباریو کې عام وګړي وژل شوي دي.
د سېشنبې په ورځ د دته خېلو یو شمېر کسانو مشال راډیو ته وویل چې په دې سیمه کې هوايي بمباریو عام خلک وژلي دي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون له ۱۵مې نېټې په شمالي وزیرستان کې د وسله وال پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.
د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات کسان بې کوره کړل شو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته په خوست کې میشت دي.