د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: په افغانستان کې بې سولې بله لار نه وینو


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په ارګ کې د ټول افغانستان د دیني عالمانو له جرګې سره په خبرو کې وکړې.

کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې دوی په خپل هیواد کې له سولې پرته کومه بله لاره نه ویني.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په ارګ کې د ټول افغانستان د دیني عالمانو له جرګې سره په خبرو کې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې په خپل هیواد کې د سولې واک بل ته نه شي ورکولای او د سولې لپاره خبرې اترې باید د افغانان په خپل منځ کې وشي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې تر هغه ورسته کړې دي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې وویل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به له افغانستان سره بشپړه همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات دا خبرپاڼه له له هغه وروسته خپره کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ کې یو لوړپوړی پلاوی په لنډ سفر اسلام اباد ته ولاړ.

دې افغان پلاوي دا لنډ او مهم ګڼل کېدونکی سفر په داسې حال کې وکړ چې تېره اونۍ په کابل کې دوو خونړیو چادونو په لسګونه کسان ووژل او په سلګونه یې ټپیان کړل.

افغان ولسمشر اشرف غني له هغو چاودنو وروسته په یو بېړنۍ خبري غونډه کې پر پاکستان ږغ وکړ چې له خپلې خاورې دي افغانستان ته د تلونکو وسله والو مخه ونیسي.

ولسمشر غني پاکستان مخاطب کړ او ویې ویل چې که چېري د افغانستان له خاورې په اسلام اباد کې داسې بریدونه وشي نو ایا پاکستان به بیا افغانستان خپل دوست وګڼي او که نه؟

د پاکستان حکومت د افغان ولسمشر د دې څرګندونو په ځواب کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې د افغانستان دښممن د پاکستان دښمن دی.

XS
SM
MD
LG