د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې ۵ وسله وال وژل شوي


په بغلان ولایت کې د سېشنبې پر ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د بغلان د امني قومندان عبد الجبار پردلي مشال راډیو ته وویل، چې دا نښته د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې شوې ده.

د ډنډې غوري ولسوالۍ ځیني برخې له یوې مودې راپدیخوا د طالبانو په لاس کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG