د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاریاب کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ پوځي عملیات پېل شوی


د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم د فاریاب په المار او قیصار ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو مشري کوي.

د ولسي جرګې غړي نقیب الله فایق پرون [دوشنبه] مشال راډیو ته وویل چې په المار او قیصار کې د ښاغلي دوستم په مشرۍ په روانو پوځي عملیاتو کې ګڼ بهرني وسله وال وژل شوي دي. نقیب الله فایق زیاته کړه:

((داسې ویل کېږي چې طالبان او بهرني جنګیالي د المار ولسوالۍ په ځیني سیمو کې یو ځای شوي او ښايي په راتلونکي کې د ولسمشر لومړی مرستیال د دې او ځیني نورو سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي.))

په فاریاب کې د مشال راډیو خبریال وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال یوه اونۍ مخکې دې ولایت ته ورغی.

ویل کيږي چې ښاغلي دوستم د قیصار او المار ولسوالیو د ځینې سیمو د بیرته نیولو لپاره خپل سفر تمدید کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG