د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر په دروازه کې د وسله والو طالبانو یوې موټربم حملې پنځه تنه وژلي او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي دا څرګندونې څو شیبې وړاندې د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې.
له بلې خوا د حامد کرزي هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان حقنواز حقیار ازادي راډيو ته وویل، په پیښه کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل دي.
حمله د غرمې دولس بجې د هوایي ډګر په دروازه کې وشوه او د هوایي ډګر قومندان وایي، بریدګرو هوډ درلود چې موټر هوایي ډګر ته دننه کړي.
د افغانستان پلازمېنه کابل له تېرو څو ورځو راهیسې بیا بیا د وسله والو طالبانو تر خونړیو بریدونو راځي چې پکې ګڼو ولسي افغان وګړو ته یې مرګژوبله هم اړولې ده.