د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندز ځانمرګي برید کې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

افغان چارواکي وايي د شنبه په ماښام دکندز په خان اباد ولسوالۍ کې په ځانمرکې حمله کې ۴۸ تنو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

د کندز ولایت د سیمه ییزو چارواکو په خبره چې په دې برید کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه ټپیان شوي دی.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري مشال راډیو ته وویل، چې د شنبې ورځي ماښام د خان اباد ښار په بندرشورآب سیمه کې د غیرمسوولو وسله والو پر قوماندان ځانمرګی برید شوی و، چې په پایله کې یې د قوماندان قدیر په ګډون ۲۵ تنه وسله وال او ۴ تنه مُلکيان وژل شوي دی:

ولسوال زیاته کړه،چې په دې پیښې کې ۱۹ تنه ټپیان شوي دی، چې ۱۵ تنه یې مُلکي خلک دي او ۴ تنه غیرمسئوله وسله وال دي.

خو ددغې پېښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه ندی اخیستی.

چارواکي وايي اوسمهال په خان اباد ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۰۰ غیرمسووله وسلوال د سپکو او درنو وسلو سره شتون لري.

XS
SM
MD
LG