د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش ډلې د سعودي عرب پر جومات د ځانمرګي برید پړه منلې


اسلامي دولت ډلې په سعودي عرب کې پر جومات د پروني ځانمرګي برید پړه منلې.

د هېواد په جنوب غرب کې په دې حمله کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. د اسلامي دولت ډلې له خوا پر ټولنیزو رسنیو په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ځانمرګی بریدګر یمن ته نېږدې د سعودي عرب په عسیر ولایت کې د ځانګړو ځواکونو ((پوځي کیمپ)) ته ننوت او حمله یې وکړه.

بیان دا نه ده روښانه کړې چې حمله پر جومات شوې. حمله تېره ورځ د ماسپښين لمونځ پر مهال وشوه. دولتي رسنیو اول خبر ورکړ چې په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي خو د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، د وژل شویو شمېر ۱۵ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG