د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاریاب کې ۱۴۰ وسله وال تسلیم شوي


افغان چارواکو ادعا کړې چې په فاریاب کې شاوخوا ۱۴۰ وسله وال حکومت ته تسلیم شوي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي نقیب الله فایق بېګا مشال راډيو ته وویل، تېره ورځ په المار ولسوالۍ کې د امین بېګ په نوم یو وسله وال قوماندان سره د شاوخوا ۱۰۰ پلویانو له ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو.

نوموړی وايي، تر دې مخکې پر چارشنبه یا شورو په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۴۰ وسله وال حکومت ته تسلیم شول. د فاریاب ولایتي شورا هم د دې کسانو د تسلیمۍ خبر پخلی کوي خو وسله والو لا څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې امنیتي حالت خراب شوی او افغان ځواکونه د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG