د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب په یو جومات کې ځانمرګي برید ۱۷ کسان وژلي


په مئ مياشت هم په سعودي عرب کې دشیيعه مسلمانانو په يو جومات کې برید شوی وو چې پړه یې اورپکې ډلې داعش پز غاړه اخستې وه.

راپورونه وايي په سعودي عرب کې په پنجشنبه له ترسره شوي ځانمرگي بريده لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زیات ژوبل دي.

چارواکي وايي ځانمرګی برید د سعودي عربجنوب لويديزې صوبې اسير د سرښار ابها په يو جومات کې چې تر ډېره یې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه کاروي دننه وشو چې په خبره یې یوه تن پر خپلځان تاو کړي باروت والوځول.

دسعودي عرب سرکاري ټيليويژن د رپورټ له مخې برید اله وشو چې کله امنيتي ځواکونو او ګڼو نورو ولسي خلکو په جومات کې لمونځ کولو.سرکاري ټي وي دا يو ترهه گريز بريد بللی خو نور تفصيلات یې ور نه کړل.

په مئ مياشت هم په سعودي عرب کې دشیيعه مسلمانانو په يو جومات کې برید شوی وو چې پړه یې اورپکې ډلې داعش پز غاړه اخستې وه.

سعودي عرب په خپل گاونډي هېواد يمن کې د حوثي شیيعه ياغيانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG