د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار۲۶ وسله وال وژل شوي


د افغان ګډو ځواکونو له خوا چې د تيرو څو ورځو راهيسېپه ننګرهار کې د اوسپنيز مثلث په نوم د دولت د وسله والو مخالفینو په ضد عملیات پیل شوي، لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:

د چارشنبې په ورځ د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د هاشم خيلو او ګندمک په سيمو کې د دوه ماين جووړنکو په ګډون درې تنه وسله وال وژل شوي.

دی وايي چې هم د چارشنبې پر ورځ د اچين ولسوالۍ اړوند مامندو او پېښې سیمو کې د هوايي بريد او وسله والو مخالفینو د خپل منخي جنګونو کله امله۲۳ تنه وژل شوي او لس تنه نور يې ټپیان شوي او له يوې ډلې څخه بلې وسله والې ډلې ۱۲ تنه ژوندي نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG