د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې اورګاډې چپه شوی ۱۹ کسان وژل شوي


په هند کې اورګاډې چپه شوی لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.هندي چارواکي وايي دا پېښه د سېشنبې پر ورځ په مهاردیا پردیش ایالت کې هغه مهال وشوه کله چې له مخالفو لورو راتلونکې دوه ریلونه له یوه پول چې سیلابونو ځپلی و،د تېریدو په حال کې وو.

راپورونه وايي چې له دې پېښې سلګونه کسان ژغورل شوي دي.

د مهاردیا پردیش دا پېښه د هند د ریل د زړې شبکې په لیکو کې له وروستیو خونړیو پېښو شمېرل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG