د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوايي برید ۶۰ وسله وال وژلي


د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته ویلي چې تېر مازیګر ناوخته د ایتلاف هوايي ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ د ګورګورۍ په ساحه د دولت پر دواړو مخالفو وسله والو شپږ هوايي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې تر ۶۰تنو وسله وال په کې وژل شوي.

نوموړی وايي، په دې بریدونو کې د امارات وسله والې ډلې نه تر ۴۰ وسله وال او داعش په نامه وسله والې ډلې تر ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

دا بمبار داسې مهال شوی دی چې د سېشنبې پر ورځ سهار وختي د داعش او امارت وسله والو ډلو ترمنځ د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې سختې نښتې روانې وې.

بلخوا په فاریاب ولایت کې په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ لوی درستیزډګرجنرال قدم شاه پرون [سه شنبه] د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې وویل، دا کسان د ازبکستان، پاکستان او ځیني نورو هېوادونو وګړي دي. ډګرجنرال قدم شاه زیاته کړه:

((په دې عملیاتو کې تر ۳۰۰ زیات بهرني تروریستان، د القاعده غړي او طالبان وژل شوي او زخمیان دي.زه د افغانستان د وسله والو ځواکونو په استازیتوب، ډاډ درکوم چې هغه سیمې به چې د خلکو دښمنانو بې امنه کړې، په راتلونکو میاشتو کې تر خپل واک لاندې کړو.))

د لوی درستیزپه وینا، په فاریاب کې د [شمشیر ۷] په نوم پوځي عملیات د ټولو امنیتي ادارو په همکاهنګۍ ترسره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG