د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملا عمر څنګه مړ شو، حال راکړه'


د پاکستان مشرانو جرګو «سېنېټ مشر رضاباني
د پاکستان مشرانو جرګو «سېنېټ مشر رضاباني

د پاکستان مشرانو جرګه کې د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې په اړه پوښتنې په داسې حال کې راپورته شوي، چې تېره اونۍ د هغه دمړينې پخلی وشو.

د پاکستان مشرانو جرګو «سېنېټ مشر رضاباني د وزيراعظم نوازشريف بهرنو چارو له سلاکار سرتاجه غوښتي، چې حکومت دې د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې په حواله راپورته شوو پوښتنو او د افغانستان سولې پرکېدونکو خبرو اېوان په اعتماد کې واخلي .

رضارباني د سېنټ په غونډه کې سرتاج عزيز ته هدايات ورکړي چې د ملاعمر مړينې او د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې کېدونکو خبرو په اړه دې په څو ورځو کې دننه سېنېټ ته تفصيلي احوال تېر کړي.

د پيپلز پارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر غوښتنه کړې چې د طالبانومشر د مړينې په اړه دې حکومت خپل څرګند دریځ وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت د ملاعمر مړينې په سرکاري توګه د پخلي کولو په جاري کړي بيان کې ويلي ول چې ملاعمر د ۲۰۱۳م کال د اپرېل مياشت په پاکستان کې مړ شوی دی.

د افغان حکومت تر بيان وړاندې د افغانستان استخباراتي ادارې نېشنل ډايرېکټرېټ اف سيکيورټي (اېن ډي اېس) د ملاعمر مړينې د پخلي په اړه جاري کړي بيان کې ويلي ول، چې هغه دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار په يو روغتون کې له ورپېښې ناروغۍ ساه ورکړې وه.

د طالبانو هم د خپل مشر ملاعمر د مړينې په اړه جاري شوي بيان کې ویلي ول، چې هغه له ناروغۍ مړ شوی وو، په دغه بيان کې دا نه وو ويل شوي چې هغه کله او چېرته ساه ورکړې وه. خو دومره پکې ويل شوي ول چې له ۲۰۰۱ م کاله پس ملاعمر له افغانستانه بهر پاکستان يا یو بل هېواد ته سفر نه دی کړی.

د ملاعمر د مړينې خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی ؤ چې يوه ورځ وروستو په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په دويم ځل خبرې ټاکل شوې وې.

د ملاعمر مړينې خبر له راتلوپس د پاکستان بهرنو چارو رفتر په خپل یو بيان کې ويلي ول ، چې د افغان طالب مشرانو په خواست پاکستان کې د افغان حکومت سره کېدونکې خبرې وځنډول شوې.

تر دې وړاندې د پاکستان خارجه دفتر وياند قاضي خليل الله ویلي ول، د ملاعمر د مړينې پخلی کوي او په دغه اړه د افغانستان دريځ معلوموي.

د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په پاکستان کې په دويم ځل د کېدونکو ټاکل شوؤ خبرو په اړه نوموړي ويلي ول، پاکستان په افغانستان کې امن غواړي، او د سولې په خبرو کې د اسانتياو برابرولو کردار ادا کوي.

تر دې څو اونۍ وړاندې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې او پر دغه مهال دواړو خواو ویلي ول چې د خبرو عمل ته به دوام ورکوي.

سرچینه: ډیوه راډيو

XS
SM
MD
LG