د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې سلګونو خلکو د نوي طالب مشر وروستۍ خبرې وغندلې


د کونړ ولایت سلګونو اوسیدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د نوي مشر هغه څرګندوني چې د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی وغندلې.

مظاهره کوونکو ویل افغانان نور له جنګه ستړي شوي او وسله وال طالبانباید د سولې لار خپله کړي.

دوی له ګاونډیو هېوادونو هم وغوښتل چې په افغانستانکې د روان جنګ د ختمولو په هدف له افغان حکومت سره د سولې د تامین په برخه کې مرسته وکړي.

دا په دا سې حال کېده چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور ته په یوه منصوب ږغیز پیغام کې د سولې خبرې د دوی په اصطلاح د دښمن تبلغات بلل شوي او د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG