د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې ۲۰۰ ټولنیز ښوونځي جوړېږي


د ټولنیزو ښوونځيو «کمیونټي سکولونو» له لارې ماشومانو ته ویړیا تعلیم ورکول کېږي چې د نورو سرکاري سکولونو غوندې نصاب پکې ښوول کېږي

د پاکستان تعلیم وفاقي وزارت په قبایلي سیمو کې د زده کړو ودې لپاره د دوه سوه نورو تولنیزو ښوونځيو د یوې پروژوې پیلولو پرېکړه کړې ده چې مقصد یې هر ماشوم ته د هغه د کلې دننه بنیادي تعلیمي سهولیات رسول دي.

د وفاقي تعلیم وزارت ترلاندې د کمیونیټي سکولونو د لارې بنیادي تعلیم ورکونکې اداره په غونډ ملک کې څه باندې دولس زره کمیونیټي سکولونه لري چې پکې دا وخت پنځنیم لاکه ماشومانو تر پنځم ټولګي پورې زده کړې ترلاسه کوي، چې پکې شپیته فیصده جینکې او څلویښت فیصده هلکان دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د کمیونیټي سکولونو د لارې بنیادي تعلیم ورکونکې ادارې مشر غلام قادر خان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې قبایلي سیمو لپاره شاه خوا یو زر سکولونه جوړ کړې شوې وو خو د دوي کوشش دې چې د دې په شمیر کې اضافه اوکړې.

،، د قبایلي سیمو لپاره موږ په خصوصي توګه د دوه سوه سکولونو يو پروجه منظوره کړې ده خو ا زما پخیال ناکافي دې نو زما ادارې د درې زره نور سکولونو غوښتنه کړې ده. په دې کې به څه رسمي سکولونه وي او څه به کمیونيټي وي. اوس موږ سره په قبایلي سیمو کې یو زر سکولونه کار کوې او ورسره به ډیر زر دا دوه سوه سکولونه کار شروع کړې،،

مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړې زیاته کړه چې د تعلیم په شرح کې اضافې لپاره کمیونیټي سکولونه ښه کردار لوبولې شي او په دې لړ کې دوي حکومت ته یو تجویز هم وړاندې کړې دې.

،، موږ حکومت ته تعلیمي ایمرجنسي شروع کولو یو دستاویز وړاندې کړې دې. پاکستان چې د تعلیم په لړ کې کوم نړیوال اهداف کې پاتې راغلې دې نو زموږ مطابق موږ د دې کمیونیټي تعلیم په ذریعه دا ترلاسه کولې شو.د تعلیم خپرولو د ټولو نه اسانه ذریعه د کمیونيټي سکولونو نظام دې ، د دې طریقه اسانه ده، په کلې کې دننه سکول وي او خرچ یې هم کم وي نو که حکومت نن حکم اوکړې نو زما اداره دومره توان لري چې دا سکولونه زرجوړولې شي،،

د کمیونیټي سکولونو د لارې بنیادي تعلیم ورکونکې اداره دا منصوبه هم لري چې ماشومانو ته ښه ذده کړې ورکولو لپاره دوي استاذانو ته شپږ زره تنخا ورکولو په ځایې دا دیارلس زرو پورې کړې شي.

XS
SM
MD
LG