د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډینییل فیلډمن د ملي وحدت حکومت له مشرانو غوښتنه کړې چې د انتخاباتي اصلاحاتو له لارې دې د راتلونکو ټاکنو شفافیت باوري کړي.
نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون له مشر شاه سلطان عاکفي سره تر کتنې وروسته وویل، ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله باید د انتخاباتي اصلاحاتو ژمنې عملي کړي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د اصلاحاتي کمېسیون کار د افغانستان ولس لپاره ډېر مهم دی.
ده زیاته کړه انتخاباتي اصلاحات له هغو ژمنو یوه ده چې دوی له نړیوالې ټولنې سره کړې دي.