د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا عمر د ځایناستي پر سر اختلافات


د طالبانو مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د هغه ځایناستي ټاکنې پر سر اختلافات برسېره شوي دي.

د طالبانو کوټې شورا یوه غړي ملا محمد حسن رحماني بېګاماښام ازادۍ راډیو ته وویل،ملا اختر محمد منصور په یوه وړه غونډه کې ځان د طالبانو د مشر په توګه اعلان کړ.

ده وویل، د کوټې شورا ګڼ غړي غواړي چې د ملا عمر ۲۳ کلن زوی ملا یعقوب د طالبانو مشر شي.

رحماني زیاته کړه چې د مشر ټاکنې پر سر اختلاف لویه خبره ځکه هم نه ده چې د سولې پر خبرو دوی ټول یوه خوله دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په یوه بیان کې د ملا عمر د مړینې پخلی وکړ. تر دې وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، ملا عمر د ۲۰۱۳ز کال د اپرېل پر ۲۳مه مړ شوی وو.

بیان زیاتوي، د ملا عمر مړینه د قطر له طالبانو هم پټه ساتل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG