د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ملا عمر مړینې پخلی وکړ


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې مړ شوی.

کابل - د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې مړ شوی.

د چارشنبې یا شورو په ماښام په دې خپور شوي بیان کې راغلي، افغان حکومت دا خبره ((د باوري مالوماتو پر بنسټ تاییدوي.))

بیان وايي، د ملا محمد عمر تر مړینې وروسته اوس د سولې خبرو ته ((تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده.))

بیان زیاتوي، افغان حکومت په ټولو وسله والو ډلو غږ (ږغ) کوي چې د روغې خبرو له بهیره دې ګټه واخلي او جوړجاړی دې وکړي.

تر دې مخکې افغان امنیتي چارواکو د چارشنبې پر ورځ د ملا عمر د مړینې خبر ورکړی وو.

د ملا محمد عمر د مړينې خبر په داسې حال کې افشا شوی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پېل شوي او د مذاکراتو دوهم دور د جمعې په ورځ په پاکستان کې کېدونکی دی.


د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په دې اړه د سيمه ايزو چارو له کارپوه سميع يوسفزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ملا عمر د مړينې خبر ولي دوه کاله وروسته خپريږي؟ نوموړی په ځواب کې وايي.......

د ملا عمر د مړینې خبر ولې اوس؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG