د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان او افغانستان ته د انساني قاچاق ضد عملي ګام پکار دی”


امريکا د انسانانو د قاچاق په اړه د ۲۰۱۵ کال په رپورټ کې ويلي چې پاکستان او افغانستان بايد دي برخه کې قانون سازي وکړي.

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ خپاره کړې دي رپورټ کې د پاکستاني حکومت له خوا د انساني قاچاق مخنيوي کې د کړې پرمختګ ستاينه کړي خو ويلي يې دي چې نړيوالو قوانينو سره همغږۍ لپاره ضروري ده چې پاکستان په دې برخه کې داسې قانون جوړ کړي چې د انساني قاچاق کې شامل ټولو خواوو ته سزا ورکړل شي.

په دې رپورټ کې پر افغان حکومت هم غږ شوی چې د انساني قاچاق مخنيوي لپاره جوړ د ۲۰۰۸ کال په قانون کې دي بدلون وکړي او نور دې يې اغېزمن کړي.

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې پاکستان او افغانستان کې هلکان او جينکۍ د کار، جنسي استحصال او نورو مقصدونو لپاره له يوه ځايه بل ځای ته قاچاق کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG