د لاسرسي ځای

تازه خبر

جواد ظریف: 'پر یوه هېواد برید باید پر ټولو برید وبلل شي'


د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مینځني ختیځ کې د سختدریځۍ، ترهه ګرۍ او فرقه پالنې ګواښنونو پر ضد د یوموټې مبارزي غږ وکړ.

په کویت کې د ایران په سفارتخانه کې خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې ښاغلي ظریف وویل،”یوه هېواد ته ورڅېرمه هر ډول ګواښ باید د ټولو ګواښ وګڼل شي”

نوموړي زیاته کړي چې هېڅ یو هیواد هم د بلچا له مرستو پرته خپلې سیمه ایزي ستونزې نشي هوارولی.

د ایران او نړۍ شپږو طاقتورو هېوادونو تر مینځ د تهران اټومي پروګرام پر سر له تړونه پس چې په خلیجي هېوادونو کې یې اندېښنه راټوکولې، ښاغلی ظریف د سیمې پر لومړي سفر وتلی دی.

د ایران ګاونډي هیوادونه ویره لري چې د تهران اټومي تړون به په سیمه کې د شییعه برلاسي ځواک اغېز لاپسې پیاوړی کړي، چې واردمخه په ځینو هېوادونو لکه عراق، شام، لبنان، یمن او بحرین کې د لاسوهنې تور پر لګېږي.

ظریف وویل، اړتیا د دې نه ده چې ایران خپله تګلاره واړوي، بلکې د هغو هېوادونو په تګلاره کې بدلونه ته اړتیا ده چې شخړه غواړي او په سیمه کې جنګ جوړوي.

نوموړي هلته د کویت له امیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو ویزر سره لیدلي دی. له کویت پس به ظریف عراق ته درومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG