د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: چاودنې یو تن وژلی یو بل ژوبل


د افغانستان په جلال اباد کې چاودنې یو تن وژلی او بل يې ټپی کړی دی. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي نن مشال راډيو ته وويل ، تيره شپه ماخوستن د چپرهار اډې څیرمه د دوه سړکونو تر منځ په ګلدان کې د اېښودل شوي بم د چاودنې له امله يو عام وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.


د پيښې پړه تر دې دمه چا نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG