د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب: ځانمرګي برید ولسي افغانانو ته مرګژوبله رسولې


د فارياب په المار ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي بریدګر لس تنه وژلي او تر پنځوستو ډېر ژوبل دي.

د پېښې له سیمې د ۲۰۹ شاهین قول اوردو ویاند محمد رضا رضایي ازادۍ راډيو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ولسي ملکي وګړي دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي.

دغه ځانمرګی بریدنن له غرمې مخکې د المار ولسوالۍ په بازار کې شوى.

ویل کیږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم د امنیتي وضعیت څیړلو لپاره فاریاب ولایت ته تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG