د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان د ډزو په تبادله کې پنځه کسان وژل شوي


پاکستان او هنمدوستان يو ځل بيا پر يو بل تور لګولی چې د کنټرول پر کرښه يې له اوربند سرغړونه کړي. پاکستان وايي ډزې اول هندي پوځيانو کړي. هند وايي لومړی پاکستان د توپونو ګولۍ وروويشتلې.

پاکستان هندوستان تورن کړی چې پر کنټرول کرښه يې له اوربند څخه سرغړونه کړي. هند دانه مني.

له څو ورځو راهیسې د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر کنټرول کرښه ډزې شوي دي چې د رپورټونو ترمخه پکې پنځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کې وویل چې هندي ځواکونو د شنبې په ورځ پرپونچ سیمه د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.

هندوستان بيا ټینګارګوي چې نښتې لومړی پاکستان پیل کړې دي.

د جولای په ۱۶ د سیالکوټ ښارختیځ لورته نژدې د پاکستان پرکلیو د توپونو د لګیدو په پیښه کې څلورملکیان ووژل شول. اسلام آباد د دغې پیښې ملامتي پرهندي ځواکونو اچولې ده.

هند بیا پاکستان تورنوي چې د جولای په ۱۵ یې د هندي پوځ پر يو چيک پوست يا پوستې برید کړی او د توپونو ګولۍ یې پریوه کلي لګیدلي چې پکې یوه ښځه وژل شوې او څلورتنه ټپیان دي.

ياده دي وي هندوستان او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې دوه ځله په لويه کچه جګړې او نښتې کړي دي. نوی دهلي پر اسلام اباد تور لګوي چې په کشمېر کې د وسله والو بيلټون غوښتونکو ډلو مالي او وسله وال ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG