د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او د پښتونخوا په ګڼو برخو کې کوچنی اختر دی


نن د افغانستان په ګډون د پښتونخوا په ډېری برخو او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کوچنی اختر لمانځل کېږي.

بېګا د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور په قاسم علي خان جومات کې مفتي شهاب الدین پوپلزي د میاشت لیدو شهادتونو پر اساس د اختر اعلان وکړ چې تر دې وروسته په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په زیاتره برخو کې اختر لمانځل کېږي.

د پېښور، مردان، چارسدې، صوابۍ، نوښار، هنګو، کواټ، کرک، بنو، لکي مروت او قبایلي سیمو په زیاتره برخو کې له نن سهار اووه بجو تر اتو پورې د اختر لمونځ وشو. د پاکستان رویت هلال مرکزي کمېټي به نن د شوال میاشت لیدو غونډه کوي.

'د سولې لور ته مهم ګام اخیستل شوی'

د افغانستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د سولې لور ته مهم ګام اخیستل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي دولت په پوره جدیت سره هڅه کوي چې په هیواد کې سوله راولي.

ده په عین حال کې وویل، کله چې د سولې یادونه کوي نو په دې موضوع کې دوې موازي کرښې شته چې یوه له طالبانو سره سوله ده او بله له پاکستان سره.

ده دواړه له یو بله جلا وبللې او ویې ویل چې په دواړو برخو کې په جلا منطق پر مخ ځي.

((له طالبانو سره د سولې لپاره په اول ځل ډیر مهم ګام اخیستل شوی دی. د دوی له باصلاحیته هیات سره د اغیزمنو هیوادونو د استازو په حضور کې، مخامخ او رسمي مذاکرات پیل شوي دي. د خبرو په اول نوبت کې هڅه وشوه چې د اعتماد فضا رامنځ ته شي او د سولې خبرې اترې په یوې پروسې بدلې شي. د بحث لپاره د موضوعاتوپر فهرست هم خبرې شوې دي. مونږ د سولې په لور مهم ګام اخیستی دی او ورپسې ګامونه به هم په دقت او حوصلې سره اخلو. په لنډو ورځو کې به د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.))

د جولای په اوومه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د پاکستان په مري ښارګي کې مخامخ خبرې وکړې.

د طالبانو مشر ملا عمر بې له دې چې د مري د خبرو یادونه وکړيو د سولې د خبرو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د جنګ ترڅنګ د سولې خبرې تاییدوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملا عمر پیغام مثبت وباله، ویې ویل:(( د اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند په خپل پیغام کې خپلو هدفونو ته له سوله ایزو لارو د رسیدو خبره هم کړې ده او دا یو مثبت ټکی دی. زه د طالبانو په مشر باندې غږ کوم چې د خونریزي د روان بهیر د تم کیدو لپاره عملي ګامونه واخلي او د ولس د سولې ارمان ته مثبت ځواب ووایی. د خیر او نیمکرغي لاره دا ده چې مسایل د جنګ له لارې نه بلکې د تفاهم او منطق په اساس اوار شي. د افغانستان خلکو ته داسې څوک د منلو نه دی چې په جنګ او بې خیري کې خپله ګټه ویني او غواړي خپله خوښه په زور او جبر سره په نورو باندې ومني.))

ده دا هم وویل چې له پاکستان سره هم سوله یو بل ضرورت دی چې باید له طالبانو سره د سولې له هڅو سره په یووخت پرې کار وشي.

د افغانستان ولسمشر وايي چې افغانستان په تېرو ۱۳ کلونو کې په یوه نااعلان شوي جنګ کې ښکېل و چې له کبله یې تروریستي ډلو وده وکړه او په دواړو هیوادونو کې د جګړې او تشدد د دوام سبب شو

XS
SM
MD
LG