د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف د چارشنبې پر ورځ د پېښور د سفر په ترڅ کې په دغه ښار کې پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د تېر کال دسمبر مياشتې د خونړي بريد د وژل شويو ماشومانو او د هغوی د استادانو د کورنيو له غړو سره روژه ماتی وکړ او ورسره يې يوارې بيا خپله خواخوږي شريکه کړه.
په دغه موقع د پوځ مشر وويل چې پر ياد سکول له حمله کوونکيو زياتره يې وژل شوي او دا چې د وسله والو پر ضد به عمليات تر هغې، چې هغوی يې په بشپړه توګه له مينځه وړي نه وي، جاري وساتي.