د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پخواني افغان حکومت چارواکي مو چپه کېدو ته ناست دي'


د افغانستان ګډ حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله
د افغانستان ګډ حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وايي، مخکې له دې چې د دغه حکومت د سقوط خوب وویني؛ که خدای مه کړه دغه کاروشي؛ بدیل به یې داعش او طالب وي.

د افغانستان ګډ حکومت اجراییه رییس د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته په اشاره یو شمېر پخواني چارواکي تورن کړل چې د اوسني نظام نسکورېدو ته یې سترګې دي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې پرون دوشنبه په بدخشان کې یوې غونډې ته وکړې.

«څوارلس کاله غوږونه کاڼه نه وو؟ موږ په هم هاغه حکومت کې وو، په یوه خندا یوه ټوکه به یې د ملت یوې لویې کیسې؛ یو لوی مصیبت ته ځواب وایه او ترې تېرېدل به. نن ورځ د دغه حکومت ړنګېدوته انتظارباسي. دعا هم کوي، ویناوې هم کوي او تبلیغ هم؛ خو هغه تورزړي دې چې د افغانستان طلایي فرصتونه یې په تور خوب بدل کړي دي او نن ورځ د ملت رنځ د دوی د همدغو کړنو میراث دی؛ د دې خوب وویني»

د حکومت اجراییه رییس د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته په اشاره دغه څرګندونې پرون په بدخشان کې یوې غونډې ته په له احساساتو ډکې وینا کې وکړې.

عبدالله عبدالله له دې مخکې هم په کراتو - کراتو په هېواد کې د موجوده ستونزو ملامتي پر پخواني حکومت اچولې او ویلې یې ول چې ډېرې ستونزې ورته په میراث پاتې دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی د پخواني حکومت چارواکي د خپل حکومت پرضد په تبلیغاتو تورنوي او وایي چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې دغه نظام ړنګ کړي.

«مخکې له دې چې د دغه حکومت د سقوط خوب وویني؛ که خدای مه کړه دغه کاروشي؛ بدیل به یې داعش او طالب وي. مخکې له دې چې دغه خوبونه له ځان سره زمزمه کړي او ځان ته کړۍ جوړې کړي؛ ځان ته ډلې ټپلې جوړې کړي؛ ودې ګوري چې خلک په څه حالت کې دي؛ که هغه وخت یې رحم ونه کړ نن ورځ دې پر خلکو ورحمیږي؛ خلک دې پریږدي چې یوه مړۍ ډوډۍ چې د خپلو ورغوو د تڼاکو پرمټ یې لاس ته راوړي»

د حکومت اجراییه رییس ټینګار وکړ چې دا درسته ده چې د ملي یووالي حکومت چې د ملي ګټو او روغې جوړې پربنیاد رامنځ شوی؛ ښایي په دې کمه موده کې په دې نه وي توانیدلی چې ستونزې حل کړي او علت یې هم دا دی چې ډېرې موجوده ستونزې د پخواني حکومت میراث دی چې حل یې ډېره موده وخت نیسي.

ښاغلي عبدالله د بدخشان امنیتي وضعیت ته په اشاره وویل چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د خلکو منظمولو پلان د ملي امنیت شورا ملاتړ له ځان سره لري؛ خو په دې شرط چې هغه په سمه توګه رهبري شي.

سرچینه: ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG