د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي پنځه ژوبل


په سیمه کې د فعالې لشکر اسلام وسلوالې ډلې یوه ویاند د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د خیبرایجنسې یو انتظامي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، چې بېګا شپه په لرې پرته سیمه تیرا سندانه کې په یوه بمي چاودنه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او پینځه ژوبل شوي دي.

دوی وايي، چاودنه اله رامنځ ته شوې چې امینتي ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو پر وړاندې خوځېدل، او مخکې ښخ کړلشوی بم وچاودیده او مرګژوبله یې واړوله.

په سیمه کې د فعالې لشکر اسلام وسلوالې ډلې یوه ویاند د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

یاده دې وی چې په تیرا کې د وسلوالو پرضد خیبر ټو عملیات دوام لري،او پوځ ادعا کوي چې مهم ځایونه يې تر خپل واک لاندې کړي دي،او د وسلوالو په پټنځایونو باندې هوایی بریدونه کوي او ځمکني کاروایي یې هم روانه ده.

بل پلو باړه له وسلوالو پاکه کړل شوې ده او د بې کوره شوو خلکو ستنېدل ورته پیل شوي دی.

XS
SM
MD
LG