د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند په نوي ډیلي کې پر ترهګرۍ خبرې سره کوي


د هند وزیراعظم نریندر مودی او د هغه پاکستانی سیال نواز شریف (پخوانی عکس )
د هند وزیراعظم نریندر مودی او د هغه پاکستانی سیال نواز شریف (پخوانی عکس )

پاکستان او هند پر دې سره سلا شوي دي چې د دواړو هیوادنو د قامي امنیت سلاکاران به د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه په نوي ډهلې کي غونډه وکړي.

پراګ: پاکستان او هند پر دې سره سلا شوي دي چې د دواړو هیوادنو د قامي امنیت سلاکاران به د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه په نوي ډهلې کي غونډه وکړي.

دااعلان د هند د بهرنیو چارو سکریټري د جمعې په ورځ ناوخته له هغه وروسته وکړ چې د جمعې پر ورځ په روس کي د شانګهاي همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د پاکستاني وزيراعظم نوازشریف او د هغه هندي سيال نریندر مودي له يو بل سره خبرې وکړې.

نواز شریف او نریندر مودي پر هم هوکړه کړې چې په ممبۍ کي د ۲۰۰۸ م کال د ترهګريز بريد د مقدمې تېزولو لپاره به له يو بل سره مرسته کوي.

هند د دې برید تور پر پاکستاني وسله والو لګوي او هم له دې کبله د دواړو هيوادونو ترمنځ له ډير وخت راهيسې اړيکې خرابې دي.

د هند د بهرنېو چارو سکریټري زياته کړې چې وزيراعظم مودي په۲۰۱۶ م کال کې په پاکستان کي د جنوبي اسیا د هیوادونو د سر مشریزې غونډې لپاره د نواز شریف بلنه هم منلې ده.

دا به پاکستان ته د هندي وزیراعظم نریندر مودي لومړی سفر وي.

بل پلو پاکستاني وزيراعظم نوازشريف ویلي چې هيواد يې له روس سره اړيکې لا نورې ښې کول غواړي.

نواز شریف د جمعې په ورځ د روس په اوفا ښار کې د کوربه هیواد له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.

نواز شريف وويل ، دا ډيره د تشويق خبره ده چې په دې وروستېو کلونو کې زموږ اړيکې ډيرې ښې شوې دي او پاکستان غواړي چې له روس سره خپلې اړيکې لا نورې ښې کړي. موږ له روس سره د کاروبار ، دفاع ، انفراسټرکچر ، توانايي ، کلتور او نورو څانګو کې ډېر اړخیزه اړيکې غواړو.

روسي ولسمشر ولادمير پوتین ويلي چې د دوي د بهرنیو چارو په تګلاره کې پاکستان مهم ځای لري او د دوي اړيکې د ملګرتيا پر اساس ولاړې دي.

پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف له دې مشرانو سره لیده کاته د روس په اوفا ښار کې د شنګاهي همکارۍ سازمان د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې کړې دي.

په دې غونډه کې پاکستان او هند ته د دې سازمان مستقل غړيتوب ورکړل شوی دی. تر دې وړاندې دې هیوادونو په دې سازمان کې یوازې د څارونکو حثیت درلود.

XS
SM
MD
LG