د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له ایرانه د افغان سولې بهیر لپاره ملاتړ غوښتی


افغان ولسمشر اشرف غني له ایرانه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د سولې بهیر ملاتړ دې وکړي.

د ولسمشر له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، اشرف غني دا خبره تېره ورځ د روسیې په اوفا ښار کې له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره د لیدو پر مهال وکړه. غني وویل د اسلامي دولت یا داعش ډله د سیمې امنیت ته ګواښ ولاړوي نو ځکه باید ایران هم له افغانستان سره په پوله په پرتو سیمو کې ګډې هڅې وکړي.

د ولسمشر له دفتره په خپرو شویو دوو نورو بیانونو کې راغلي، اشرف غني تېره ورځ په اوفا کې د برېکس ټولنې ۱۵مې سرمشریزې په څنډه کې د قازقستان له ولسمشر نورسلطان نظرباییف او د بېلاروس له ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکو سره هم ولیدل. بیانونه وايي، ولسمشر غني یادو مشرانو ته ترهګرۍ پر ضد د جګړې او له طالبانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG