د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان حکومت او طالبانو د خبرو هرکلی کوو'


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو هرکلی کړی.

تېره ورځ د عوامي نیشنل ګوند له خوا په خپور شوي بیان کې د اسفندیار ولي خان له خولې ویل شوي، په کار ده چې د دواړو خواو تر منځ د جوړجاړي خبرې روانې وي او یوه منطقي انجام ته ورسېږي. د چارشنبې پر ورځ په مري کې د افغانستان حکومت، افغان طالبانو او حقاني شبکې استازو په لومړي ځل مستقیمې او رسمي خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې تر روژې وروسته به خبرو ته دوام ورکوي او د اختر په ورځو کې به اوربند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG