د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په هوايي بریدونو کې ۱۸وسله وال وژل شوي


د ننګرهار د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقي وال مشال راډيو ته ویلي چې د سېشنبې پر ورځ هم د ایتلاف قواوو بې پيلوټه الوتکې د اچین په مامند سمه کې د دولت پر وسله والو مخالفينو هوايي برید شوی چې په پایله کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، په دې برید کې ټول د داعش ډلې پورې تړلې کسان و.

وړمه ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وسله والو هوايي بریدونه شوي و چې د ننګرهار د امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد په خبره په هغې بریدونو کې تر شپیتو پورې وسله وال په کې ووژل شول چې په وژل شویو کې د داعش د ډلې معاون ګلزمان جهانيار هم شامل و.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې له تيرې ورځې راهیسې د هسکې مينې په اوغز او بټي کوټ ولسوالۍ کې هم هوايي بریدونه شوي چې په دواړو پيښو کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفينو پرضد هوايي بریدونه زیات شوي خو د دولت مخالفو وسله والو ډلو د یادو پيښو په تړاوو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG