په کابل کې د ایران سفیر وايي، تهران د داعش ډلې پر ضد د افغانستان له حکومت سره مرستې ته تیار دی.
د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په کابل کې وویل،که په افغانستان کې د داعش موجودیت د سیمې په تهدید او یوه حقیقیت بدل شي، ایران چمتو دی چې د دې ډلې پرضد په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
بهرامي وویل، سره له دې چې له داعش سره مبارزه د افغانستان مسوولیت دی، ایران په هغه صورت کې چې افغانستان احساس وکړي چې د ایران مرستې ته اړتیا لري، له خپل ګاونډی هېواد سره پر مرستې غور کولی شي.
بهرامي وویل، د وروستیو لسیزو پېښو دوی ته په ډاګه کړه چې د افغانستان ستونزې او چلینجونه په افغانستان پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم ګواښ دي.
ایران د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد له عراق سره هم مرسته کوي.