د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کي څلور وسلوال وژل شوي او دوه ژوبل


په هلمند کي د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو ازادۍ راډیو ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې يې څلور وسلوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي، عملیات یې ادامه لري او تر هغه به دوام ومومي چې سیمه يې له وسلوالو پاکه کړې نه وي.

د قول اردو په وینا د عملیاتو پرمهال يې پنځه کړۍ ماینونه هم کشف او پوچ کړي دي.

په دې عملیاتو کي تر اوسه دملي اردو سرتیرو ته زیان نه دی رسیدلی. او طالبانو خپل لور ته داوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG