د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پوځ سرتیري په نخښه شوي


د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې عملیات کوي
د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې عملیات کوي

د پاکستان په قبایلي سیمه کې د پوځ امنیتي چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په رغزي کلي کې د دوو بمي چاودنو په ترڅ کې درې حکومتي سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

چارواکو مشال راډیو ته وویل بمي چاودنې د هغې قافلې په لاره کې شوي چې د پوځي عملیاتو لپاره سیمې ته روانه وه.

په بنو کې د مشال راډیو خبریال عمردزاز وزیر له چارواکو د وژلو شویو او ژوبلو پوځي سرتیرو د نومونو فهرست هم ترلاسه کړی دی. وژل شوی سرتیري سعیدالرحمان ، محمد سلیم او فضل امین نومیږي او ژوبل شوي ظهیر ، اقبال، رمضان ، سعود احمد او اکرام دي.

هلته په جنوبي وزیرستان کې بیا د خالي په ورځ ناوخته د وسله والو طالبانو او حکومتي سرتیرو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شوی دی. دا نخښته د لدا تحصیل په زار ژور سیمه کې شوېده.

راپورونه وايي په نخښته کې دواړو لوریو ته د سر تاوان اوړیدلی دی. په ډیره اسماعیل خان کې د مشال راډیو خبریال سیلاب محسود وايي یو استخباراتي چارواکي ورته ددې جګړې پخلی کړی او ویلي يې دي چې په دې جګړه کې دوه حکومتي سرتیري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. یادې سرچینې دغه ادعا هم وکړه چې په جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. وسله وال طالبان بیا وايي اوه تنه پوځي سرتیري یې وژلی دي.

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات کوي. په دغه جګړه کې تر اوسه په سلګونو پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. پوځ ادعا کوي چې په جګړه کې په زرګونه وسله وال هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG